کرن خان وايي اسټراليا مېشتو پښتنو او افغانانو ډېره مينه ورکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی کرن خان دی. نوموړی تازه د اسټراليا له هنري سفره پېښور ته ستون شوی دی. کرن خان وايي چې اسټراليا مېشته پښتنو او افغانانو نه يوازې په خپل محنت ځانته ښه او معياري ژوند برابر کړی بلکې په خپل کلتور او هنرمندانو هم مين دي. په خپرونه کې د اسټراليا د کنسرټونو په اړه د کرن خان خبرې او ځينې سندرې اورېدای شئ.