پېښور پوهنتون کې د پښتو ژبې د ليک لوست کورس پیل شوی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور پوهنتون کې اسلامي جمعيت طلبا د زده کوونکو لپاره د پښتو ژبې د ليک او لوست پينځه ورځني کورس پيل کړی دی. د پښتو ژبې د زدکړې په دې کورس کې لسګونو زده کوونکو برخه اخيستې ده. دا کورس د اکتوبر پر ۲۱مه پای ته رسي. په دې اړه د مشال راډيو همکار وسيم سجاد ويډيويي راپور جوړ کړی دی.