واشنګټن وايي ایراني وګړي پر اوکراین د حملو لپاره د روسیو ځواکونو مرسته کوي

په کییف کې د روسیې تر ډرون برید وروسته له یوې ودانۍ لوګي خېژي - د اکتوبر ۱۷مې انځور.

امریکا وايي، ایراني وګړي د روسیې په قبضه کړې کریمیا کې د مسکو له ځواکونو سره پر اوکراین د ایراني ساخت بې پیلوټه الوتکو د بریدونو لپاره د مرستې په موخه "مستقیماً ښکېل" دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د اکتوبر پر ۲۰مه خبریالانو ته وویل، ایران "نسبتاً کم شمېر" ایرانیان کریمیا ته لېږدولي دي چې هلته د روزونکو او تخنیکي کارکوونکو په توګه دنده پر مخ یوسي او روسان هغه بې پیلوټه الوتکې الوزوي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې د پلازمېنې کییف په ګډون پر لسګونه اوکراینیو ښارونو د ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي چې پکې ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

کربي وویل، واشنګټن به "د اوکرایني ولس پرضد د ایرانیو وسلو او جنګي سامان د ورکړې په ډاګه کولو، مخنیوي او مخالفت لپاره له ټولو وسیلو کار واخلي."

ده زیاته کړه چې امریکا به "په سختۍ د روسیې او ایران د وسلو پر سوداګرۍ خپل ټول بندیزونه عملي" کړي.

تهران او مسکو د امریکايي چارواکي د تورونو او دعوو په غبرګون څه نه دي ویلي.