د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه پښين کې د پوليو واکسينو د يوې ډلې ساتونکی پوليس وژل شوی دی.
د ضلعې ډېپټي کمېشنر ياسر بازيي مشال راډيو ته وويل چې وژل شوی پوليس محمد هاشم نومېږي. د هغه په وينا ناڅرګنده موټر سايکل سپرو وسله والو نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) پر هاشم ډزې وکړي او د پېښې له ځايه وتښتېدل.
دا هم وګورئ:
شمالي وزیرستان: هغه ماشومان پولیو وهلي چې ګوتې یې رنګ شوې خو واکسین شوي نه ووډېره اسماعيل خان: وسله وال بريد کې څلور پوليسان ژوبل شويهغه زیاته کړې چې پولیسو د بريدګرو لټون پيل کړی دی. تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.
په بلوچستان کې د اکتوبر پر ۲۴مه د پوليو وایرس ضد واکسینو پينځه ورځنی کمپاين پيل شوی دی. چارواکي وايي د دې صوبې په ۱۹ ضلعو کې به ۱۷ لاکه هغه ماشومان واکسينوي چې عمرونه یې تر پينځو کلونو کم وي.
د دې ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې ویلي ول چې د اکتوبر له ۲۴مې څخه په بنو او شمالي وزیرستان کې به د ګوزڼ پینځه ورځنی واکسیني کمپاين پیلوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.