طالبانو فراه کې د وحشي ژويو او مارغانو د ښکار د مخنيوي غوښتنه کړې

په ۲۰۱۹ز کال کې د افغانستان په فراه ولايت کې د قطر يو سازمان يوشمېر نيول شوي بازان خوشې کړل.

په فراه کې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو ریاست د هغه ولایت له اوسېدونکو څخه د وحشي ژویو او مارغانو د ښکار د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

د اکتوبر پر ۲۵مه د افغانستان د ملي راډیو ټېلېوېژن د راپور له مخې، ياد رياست له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې خلک په هغه ولایت کې د وحشي ژویو او مارغانو د ښکار مخنیوي ته وهڅوي.

په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی خو له کلونو راهیسې راپورونه ورکول کېږي چې ان له قطر او ځينو نورو هېوادونو څخه وګړي افغانستان ته په ښکار پسې ځي.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د چاپېریال ساتنې مسوولينو په وروستیو کې دعوه کړې وه چې په تېر یوه کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ګران بيه مارغانو ښکار او قاچاق زيات شوی دی.