د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ويلي چې د "کره شواهدو" پر اساس دا خبره کوي چې په پنجشېر کې طالبانو "جنګي اسیران وژلي" دي.
رېچرډ بېنېټ د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د ملګرو ملتونو عمومي جرګې ته د افغانستان په اړه د خپل راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې عدالت ته له وړاندې کېدو او قانوني بهیر پرته د نیول شویو وسلوالو د وژنو باوري راپورونه شته چې دا د نړیوالو قوانیو او بشري حقونو جدي سرغړونه ده.
د نوموړي تر دې څرګندونو مخکې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي دا راپورونه رد کړي ول چې په پنجشېر کې د بشري حقونو سرغړونه شوې ده، ده ويلي ول چې که داسې څه شوي وي، تحقیقات به یې وکړي.
دا هم وګورئ:
افغانستان کې د نجونو پر ښوونځيو د بنديز ۴۰۰ ورځې پوره شوېمتحده عربي امارت: د افغان نجونو د ښوونځیو تړل د منلو وړ نه ديد بشري حقونو څار سازمان تور پورې کړی چې طالبانو زنداني ښځې شکنجه کړې ديد بېنېټ د موندنو راپور له مخې لا هم د پنجشېر په ځینو برخو کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې نه دې درېدلي.
نوموړي په افغانستان کې د نجونو او ښځو، اقلیتونو، مدني فعالانو او خبریالانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او و یې ویل چې دا وضعیت د هېچا لپاره د منلو نه دی. "په عمومي ډول د بشري حقونو له پلوه، وضعیت د خرابېدو پر لوري درومي، په ځانګړي توګه افغانستان په ټوله نړۍ کې، تقریباً د نجونو او ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی."
ده زیاته کړه چې د دې ښوونځیو د بندېدو لپاره هېڅ ډول دیني توجه نه شته او دا د منلو نه ده چې تر ۴۰۰ ورځو زیاتې مودې پورې دې ښوونځي بند وي.
د طالبانو حکومت په مستقیم ډول د رېچرډ بېنېټ د راپور یادونه نه ده کړې، خو د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوشمېر څېړونکو بنسټونو پر تګلارو نیوکه کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۶مه بیان کې ويلي، د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یې د بشري حقونو او بشري وضعیت د څار لپاره ګومارل شویو ادارو او اشخاصو ته افغانستان ته د ورتګ او د بې پرې پلټنو او واقعیتونو موندنو شرایط برابر کړي دي.