په سوات او بنو کې د امن لپاره احتجاجي‌ مظاهرې شوې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اکتوبر پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په سوات او بنو کې ګڼو خلکو په سیمه کې د امن لپاره احتجاجي‌ مظاهرې کړې دي. د سوات په بریکوټ کې "سوات ولسي پاڅون" ولسي غونډه وکړه. بلخوا په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې احتجاجي لاريون وشو. احتجاج کوونکو د ترهګرۍ ضد شعارونه ورکول او له حکومت او رياستي ادارو يې د امن راوستو غوښتنه کوله.