د ۲۰ اووریز نړيوال کرکټ کپ په يوې سیالۍ کې نيوزيلېنډ سري لنکا ته په ۶۵ منډو ماتې ورکړه.
نن (د اکتوبر پر ۲۹مه) د اسټراليا په سيډني ښار کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ نيوزيلېنډ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۶۷ منډې جوړې کړي.
په ځواب کې د سري لنکا ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې د ۱۰۲ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل.
د نيوزيلېنډ لوبغاړی ګلېن فيليپس پر ۶۴ بالونو۱۰۴ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ټاکل شوې چې سبا (د اکتوبر پر ۳۰مه) د بنګلادېش او زيمبابوې، د پاکستان او نېدرلېنډز (هالېنډ) او د هند او جنوبي افريقا لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.
په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.