په پاکستان کې د پوځ مشر ټاکنه ولې جنجالي شوې؟

د پاکستاني پوځ افسران د جنرال باجوه په مشرۍ کې غونډه کوي (انځور له ارشيفه)

په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د مشر جنرال قمر جاويد باجوه د کار موده د نومبر پر ۲۹مه پوره کېږي په ملک کې د پوځ نوي مشر د ټاکلو په اړه تاوده بحثونه روان دي.

په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت دريځ لري چې د ايين او قانون مطابق به په ټاکل شوې نېټه د پوځ نوي مشر اعلانوي. خو په همدې حال کې د حکومت مخالفه ګوند، پاکستان تحريک انصاف د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ پيل کړی. عمران خان د جنرال باجوه د نوم په اخیستو ويلي دي چې پوځ په سياست کې ګوتې وهي او د شهباز شريف په مشرۍ د ايتلافي حکومت ملاتړ کوي. پوځ دا تور رد کړی دی.

د سياسي چارو ځيني شنونکي وايي د عمران خان ګوند لخوا لاريون د پوځ نوي مشر متنازعه جوړول دي خو ځيني دې سره اتفاق نه کوي او وايي د پوځ نوي مشر ټاکنه به په خپل وخت وشي.

په اسلام اباد کې خبريال او شنونکي اعزاز سيد د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې که څه هم د پوځ مشر ټاکنې عمل د معمول مطابق روان دی خو د تحريک انصاف مشر عمران خان دا مسله لانجمنه کول غواړي. د اعزاز سيد په خبره ممکنه ده چې د دې وجه د عمران خان په پوځ کې ځيني چارواکي خوښ نه دي. "عمران خان غوښتل په داسې حالاتو کې لاريون وکړي او په همدې موده کې د پردې ترشا خبرې هم جاري وساتي. که د عمران خان خبرې نه منل کېږي نو هغه به ولس ته په ډاګه کړي او عدالت ته هم تللی شي. نو د دې هر څه بنيادي مقصد دا دی چې د پوځ د مشر له ټاکنې دا سياسي معامله جوړه کړي."

خو عمران خان د نومبر پر اتمه دا خبره رد کړي چې ګواکي د حکومت ضد لاريون د پوځ نوي مشر ټاکني په اړه دی. هغه زیاته کړې چې لاريون یې پر حکومت د ژر ټاکنو کولو لپاره فشار اچولو په اړه دی. نوموړي زياته کړې چې دا د وزيراعظم (شهباز شريف) اختيار دی چې څوک د پوځ مشر ټاکي البته هغه احتساب غواړي.

د پوځ د مشر د ټاکلو طريقه کار

د پوځ يو پخواني بريګيډير سيدنذير د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د دفاع وزارت وزيراعظم ته د پوځ لوړ پوړي افسرانو چې درجه يې ليفټېنټ جنرال وي، نو په هغې کې شپږ يا اووه کسانو پينل جوړ شي او دا نومونه وزيراعظم ته واستول شي. بيا وزيراعظم په هغه لیست کې نوم انتخاب کړي او هغه ولسمشر ته د حتمي منظورۍ لپاره ولېږي.

دا هم وګورئ: سیاست والان ولې د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو په اړه بیانونه ورکوي؟

د سيد نذير په خبره د پوځ نوي مشر ټاکلو په اړه دا روايت نشته چې څوک په لیست کې تر ټولو ډېر تجربه کار دی. هغه زیاته کړه چې دا ځل دموجوده سياسي اړي ګړي له وجې د پوځ نوي مشر ټاکنه د ځنډ ښکار ده. "موجوده سياسي حکومت مستحکم نه دی. دويمه خبره سياسي تقسيم دی. په سياست کې ډير زيات تاوتريخوالی او ګواښونه دي. يو خوا لاريون روان دی بلخوا حکومت مضبوط نه دي."

د خبريال اعزاز سيد د معلوماتو ترمخه، د پوځ نوي مشر ټاکلو لپاره به د پينځوو کسانو نومونه د نومبر پر ۱۸مه يا ۱۹مه وزيراعظم ته وليږل شي. د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ ايتلافي حکومت به د پوځ نوي مشر په اړه پريکړه کوي. تر دې مخکې هم د مسلم ليګ (ن) په واکمنۍ کې د ملک پنځه پوځي مشران جنرال اصف نواز جنجوعه، جنرال عبدالوحيد کاکړ، جنرال پرويز مشرف، او جنرال قمر جاويد باجوه ټاکلي وو.

جنرال باجوه د ۲۰۱۶م کال د نومبر پر ۲۹مه د پوځ مشر ټاکل شوی وو چې وروسته د عمران خان د وزيراعظمۍ پرمهال يې د کار موده د دريو کالو لپاره وغځول وشوه. سپريم کورټ ويلي وو چې د پوځ مشر د کار مودې غځولو لپاره دې قانون سازي وشي. پارليمان په دې اړه بيل منظور کړ. د پوځ وياندانو ويلي چې جنرال باجوه د روان کال د نومبر له ۲۹مې اخوا نور د کاري مودې غځيدل نه غواړي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي هارون رشيد د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د پوځ نوي مشر ټاکلو خبر ډير مهم وي او دا ځل هم حالات همداسې دي. "پخوا داسې هم شوې چې له ټاکل شوي مودې درې مياشتې مخکې د پوځ نوی مشر اعلان شوی. دا ځل نه پوهيږو چې ولې مسلم ليګ (ن) د پوځ نوي مشر په اعلانولو کې دومره وخت اخلي؟ د پوځ نوي مشر اعلانولو سره به د تحريک انصاف لانګ مارچ کمزوری شي. کيدای شي چې پوځ لخوا ورته ويل شوي وي چې کله سیاسي حالات سم شي نو بيا به اعلان وکړي."