د اوکراين د پوځ عمومي قومندانۍ د نومبر پر ۱۰مه ويلي چې ځواکونو يې په دونېڅک سيمه کې د روسيې تازه بريد پر شا تمبولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې روسيې د باکموت او اوديوکا سيمو پر لور په خپلو بريدونو کې شدت راوستی دی. د اوکراین په ختيځ کې په جګړه کې شدت په داسې وخت کې راغلی چې د روسيې دفاع وزیر سرګی شويګو د دينيپر سيند غربې غاړې ته په جزوي توګه نيول شوي خېرسون ښار څخه د ځواکونو د ایستلو امر کړی دی.
دا په اوسنۍ جګړه کې د روسیې لپاره لوی زیان دی. د اوکراین پوځ وايي چې په لوهانسک کې يې هم د روسيې بريد پر شا تمبولی دی.
د روسيې ځواکونو په دونېڅک، لوهانسک، دينيپروپیتروسک، زپورېژیا، مایکولیو، سومي او د خېرسون په سيمو کې پر ۳۰ ځایونو توغندي توغولي دي.