د پاکستان حکومت له سېلاب ځپلو سره له نړيوالو مرستو مطمين نه دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د چاپیریال ساتنې وزیره وايي، ماحولیاتي بدلون یې هېواد تر هر چا زیات ځپلی او وروستیو سېلابونو تر ۳۰ اربه ډالرو زیات تاوان ور اړولی دی. شیري رحمان دا څرګندونې په مصر کې د اقلیمي بدلون د نړېوالې غونډې په څنډو کې رویټرز اژانس ته په مرکه کې کړې دي. تر دې وړاندې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف هم پر نړیوالو غږ کړی وو چې له هېواد سره یې باید د اقلیمي بدلون د تاوانونو د زغملو لپاره مرستې وشي. ويډيو رويټرز خبري اژانس