ټاکل شوې چې د نومبر پر ۱۶مه د روسيې په سرښار مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
دا غونډه، چې د "مسکو فارمېټ" په نوم ده، د طالبانو د سرپرست حکومت د استازو په نه موجودیت کې جوړېږي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د نومبر پر نهمه د روسیې تاس خبرې اژانس ته ويلي ول چې هغې غونډې ته د طالبانو استازي نه دي وربلل شوي. نوموړي د دې دلیل ور نه کړ.
طالبانو ویلي چې د مسکو په غونډه کې د دوی نه ګډون پر دوه اړخیزه تعامل "منفي" اغېز کولای شي او له شمولیت پرته به یې غونډه "نیمګړې" وي.
روسیې د افغانستان په اړه دا ډول يوه غونډه د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر مياشت کې هم جوړه کړې وه چې په هغه کې یې د طالبانو استازیو ته هم بلنه ورکړې وه او هغوی ګډون پکې کړی وو.
د چارشنبې یا شورو ورځې په غونډه کې د روسیې ترڅنګ د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغیزستان او قازقستان استازي برخه اخلي.