د بشري حقونو یوې ډلې ويلي چې د ایران امنیتي ځواکونو په کردستان ولایت کې لږترلږه درې مظاهرچیان وژلي دي.
دا خبره د بشري حقونو ناروې مېشتې هنګاو ډلې فرانس پریس خبري اژانس ته کړې ده چې د کردانو په سیمو کې د بشري حقونو د سرغړونو څارنه کوي.
یادې ډلې ویلي چې د ایران حکومتي ځواکونو د نومبر پر ۱۹مه په لویديز ولایت کردستان کې د مهسا اميني د مړینې پرضد پر لاریونوالو ډزې وکړې.
فرانس پریس اژانس لیکلي چې په دیواندره ښارګوټي کې په شوې پېښه کې لږترلږه درې عام وګړي وژل شوي دي.
د ایران حکومتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ویلي چې د هغو کسانو ضد پرېکنده او سخت اقدامات کوي چې د حکومت په وینا، په هېواد کې ګډوډۍ ته لمن وهي.
۲۲ کلنه مهسا اميني د سېپټېمبر پر ۱۶مه د پوليسو په حراست کې تر بېهوښۍ وروسته مړه شوې وه. هغه تر مړینې درې ورځې مخکې د حجاب قانون سرغړونې په تور نیول شوې وه.
د ایران چارواکو وویل چې هغه د زړه درېدو له کبله مړه شوې وه خو فعالان وايي چې د امیني د مړینې لامل د پولیسو تشدد وو. د هغې مړینې په هېواد کې پراخې مظاهرې وپارولې چې لا هم دوام لري.