ګل اکبر راهي وايي سندرې يې مشهورې شوي خو د ژوند ضرورتونه په ګرانه پوره کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د (هارون باچا هنري ګړۍ ) خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی ګل اکبر راهي دی. نوموړی وايي، موسيقي يې له خپل ماما، احمد ګل استاده زده کړې ده. راهي خوښ دی چې په وروستيو کې يې يو شمېر سندرې مشهورې شوې دي، خو زياتوي چې دومره عوايد نه لري چې خپل او د خپلې کورنۍ ضرورتونه په اسانه پوره کړي. د ګل اکبر راهي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.