نثار باز: د پخوا پرتله، په خلکو کې شعور راغلی او څوک د ترهګرو ملاتړ نه کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې نثار باز ميلمه دی. نوموړی له باجوړ قبايلي ضلعې سره تعلق لري او په هغه سيمه کې د ولسي پاڅون غړی او مدني او سياسي فعال دی. نوموړي په سيمه کې د امن لپاره په روانو هلو ځلو کې مهم رول لوبولی او مظاهري یې هم کړې دي. نثار باز وايي، د پخوا پرتله، په خلکو کې شعور راغلی او په سيمه کې څوک د شرخوښو او وسله والو ملاتړ نه کوي. ده زیاته کړه چې د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې د ولسي پاڅون مشرانو سره په تماس کې دی او د يو ګډ لاريون پلان هم لري.