امریکا د ټي ټي پي او القاعدې څلور غړي د ترهګرو په نړيوال نوملړ کې اچولي دي

ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان په دا وروستيو کې په پاکستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی ــ پخوانی انځور

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د تحریک طالبان پاکستان او د القاعده برصغیر وسلوالو ډلو څلور غړي د ترهګرو په نړيوال نوملړ کې اچولي دي.

په دغو کې په برصغیر کې د القاعده ډلې امیر اسامه محمود ، نايب امير عاطف یحیا غوري او محمد معروف، او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) نايب امير قاري امجد نومونه شامل دي.

د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې امریکا ژمنه ده چې په افغانستان کې د القاعده برصغیر او تحریک طالبان پاکستان په ګډون د دغو ترهګرو ډلو لخوا د رامينځته شوي ګواښ د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ټول وسايل وکاروي.

په بیان کې راغلي چې امریکا د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له لارې دا باوري کول غواړي چې ترهګر له افغانستان څخه د نړیوالې ترهګرۍ د یوه دريځ په توګه کار وانخلي.

خو په کابل کې د طالبانو حکومت بیا دا خبره نه‌ مني چې ګنې افغانستان دې د ترهګرو لپاره خوندي ځای وي.

تر دا مهاله پاکستانيو طالبانو او په برصغیر کې القاعده ډلې د امریکا د دې اقدام په اړه څه نه دي ويلي.