محمود خان اڅکزی: طالبان دې د نجونو د تعلیم مخه نه نیسي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر په دویمه په کوټه کې د خپل بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۹م تلین په اړه یوه ولسي غونډه کړې.
په غونډه کې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر په اړه ویلي، که نوموړی د ډېسېمبر تر ۱۶مې خوشې نه کړل شو نو جلسې او احتجاجونه به پیل کړي.
اڅکزي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو د زده کړو لپاره دې ښوونځي پرانیزي.
نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان او پاکستان پر ډیورنډ کرښه اووه لارې لري، باید دواړه هیوادونه د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته شناختي کارډونه او تذکرې ورکړي چې خلګ ازاد تک راتګ او کاروبار وکړي. نور حال په دې ویډیویي راپور کې: