اڅکزی: که علي وزیر تر ۱۶م ډېسېمبره خوشی نه شو نو احتجاج پیلوو

محمود خان اڅکزي د عبدالصمد خان اڅکزي تلین غونډې ته د وینا پر مهال وویل، علي وزیر بې ګناه په جېل کې بند دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي چې که علي وزیر د ډېسېمبر تر ۱۶مې خوشی نه شو نو دوی به احتجاجونه کوي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ اېښودونکي او وتلي پښتون مبارز عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۹م تلین په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

د عبدالصمد خان اڅکزي د تلین غونډه د کوټې په ایوب سټېډیم کې رابلل شوې وه او د ګوند یو شمېر غړو د هغه د ژوند او مبارزې پر بېلا بېلو اړخونو ویناوې وکړې. خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي د وینا زیاته برخه د په پاکستان کې د بشري حقونو، جمهوریت او په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه وه.

د عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۹م تلین غونډې ګډونوال

محمود خان اڅکزي غونډې ته د وینا پر مهال د پښتون ژغورنې غورڅنګ د مخکښ علي وزیر په اړه وویل چې نوموړی بې ګناه په جېل کې بند دی. هغه زياته کړه چې که علي وزیر د ډېسېمبر تر ۱۶مې خوشي نه کړل شو نو پښتونخوا ملي عوامي ګوند به یې په ټوله پښتونخوا او جهان کې احتجاجونه او مظاهرې وکړي. هغه وویل،‌ "د سیند حکومت راو انوار خوشي کړی دی، علي وزیر دي هم خوشي کړل شي، موږ تر ۱۶ ډېسېمبر پوري انتظار کوو، که یې خوشي نکړ نو په ټوله پښتونخوا او جهان کې به مظاهرې کوو."

محمود خان اڅکزي په دې لړ کې د سیند صوبې پر حکومت هم پوښلې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د ده په وینا، د ۴۴۴ کسانو وژونکی راو انوار پکې ازاد ګرځي او علي وزیر پکې بندي دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر له ۱۶مې په دې تور بندي وو چې د ریاست ضد ویناوې یې کړې دي خو اوس یې عدالت په ټولو مقدمو کې ضمانت منظور کړی دی خو خوشي شوی لا نه دی. هغه دا ټول تورونه ردوي.

راو انوار د کراچۍ پولیسو هغه افسر دی چې د رسمي پلټنو له مخې د لږ تر لږه ۴۴۴ کسانو په وژنو تورن دی. په دې کسانو کې د جنوبي وزیرستان نقیب الله مسید هم شامل دی.

محمود خان اڅکزي د افغانستان طالبان هم مخاطب کړل:

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو د زده کړو لپاره دې ښوونځي پرانيزي. محمود خان اڅکزي وویل، د یو قام او ملت ښځې چې تعلیم ونلري نو هغه قام او ملت د نړۍ د نورو قامونو په څېر پرمختګ نشي کولای. هغه وویل، "زه د کندهار عزیزانو (طالبانو) ته وایم چې زما او ستا ښځه به څنګه بي بي عایشه جوړیږي چې تاسو د ښځو تعلیم نه منئ ، زما او ستا ښځه به څنګه د بي بي عایشې په شکل ډاکټره کیږي، پایلټه جوړیږي؟ مهرباني وکړئ پوهنتونه ورجوړ کړئ، پرده ور وکړئ او دننه دوی پوه شه او کار یې پوشه"

نوموړي دا هم وویل چې افغانستان امن او سولې ته اړتيا لري او د دې کار لپاره د ده په وینا، باید دغه هېواد ته ورڅېرمه ټول هیوادنه پر یوه مېز غونډه وکړي. نوموړي زیاته کړه چې پاکستان او افغانستان دې پر ډېورنډ کرښه اوسېدونکو خلکو ته د دواړو هیوادونو شهریت ورکړي چې هغوی په اسانه تګ راتګ کولای شي. هغه وویل، "د کرښې د دواړو غاړو څېرمه خلکو سره دې شناختي کارډونه او تذکرې وي چې تګ راتګ او کاروبار وکړای شي."

د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۹م تلین:

عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۰۷ میلادي کال کې د جولای پر اوومه د ګلستان په عنایت الله کارېز کې زېږېدلی وو. نوموړي د خپل سیاست پېل له ۷ کلنۍ څخه کړی وو او د ژوند لويه برخه یې د پښتون قام د یووالي او خپلواکۍ لپاره په مبارزه کې تېره کړه. هغه لومړی د انګریز او بیا د پاکستان په جېلونو کې په مجموعي‌ توګه شاوخوا ۳۰ کاله بند تېر کړی وو.

د ۱۹۸۳ میلادي کال د ډېسمبر پر دویمه د شپې مهال په کوټه کې ناڅرګنده کسانو د هغه کور ته دوه بمونه ور ورغوځول چې په نتيجه کې يې هغه ووژل شو.

عبدالصمد خان اڅکزی تر وژل کېدو وروسته په خان شهید مشهور شو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نن د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۹م تلين لمانځل کېږي