ډاکتران: ویښتان باید یوازې په معیاري مرکزونو کې ولګول شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په هند کې یو ۳۰ کلن ځوان په غیر مستنده ډاکترانو د ویښتو لګولو له وجې مړ شوی دی. په هغه هېواد کې په وروستیو کلونو کې زیاتره ځوانانو د ویښتو لګولو یا کرلو ته مخه کړې ده او فکر کوي چې که د سر ویښتان یې نه وي نو د نجلۍ کور ښايي ورسره خپلوي و نه کړي. هلته د هند د ویښتو لګولو جراحانو ټولنه وايي، په هغه هېواد کې زیاتره مرکزونه غیر معیاري دي. په دې اړه د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.