د روسیې د یوه ښار اوسېدونکي په کنګل اوبو کې لامبو وهي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د روسیې سایبېریا د نړۍ له تر ټولو سړو سیمو یوه ده چې پکې په ډېسېمبر کې د تودوخې کچ اوسطاً منفي ۲۰ درجې سینټیګرېډه ته ټېټېږي. په ژمي کې د سایبېریا په اومسک ښار کې سیند کنګلېږي او خلک ورباندې پاس ګرځي. له دې پرته خلک د سیند یخ ماتوي او بیا پکې لامبو وهي چې پر انساني روغتیا ناسم اغېز کولای شي خو دا د سیمې د اوسېدونکو پخوانی دود دی. په اړه یې د رویټرز او فرانسې خبري اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.