نورینې شمس د لوبو سامان اخیستو لپاره کارټونونه خرڅ کړي ول

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نورینه شمس د خیبر پښتونخوا د کوز دیر اوسېدونکې او لوبغاړې ده. نوموړې لومړۍ نجلۍ وه چې په جونییر یا د کم عمر لرونکو لوبغاړو په اولمپېکس کې یې د بایسېکل په ځغاسته کې پاکستان ته د سپینو زرو مېډال ګټلی وو. د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) شمس د نړۍ پر کچ له ۲۴ الهام بښونکو ښځو یوه ګڼلې ده. نورینه شمس وايي، کارټونونه هم جوړوي او په لومړي ځل یې د لوبو سامان او بوټان په ورځپاڼه کې د کارټونونو خپرېدو له لارې په ترلاسه کړو پیسو اخیستي ول. له هغې سره بشپړه ویډیويي مرکه وګورئ. اصلاح: په دې ویډیويي مرکه کې کوربه ویلي دي چې نورینې شمس د بایسېکل ځغاستې په جونییر اولمپېکس کې د سرو زرو مېډال ګټلی وو. دا یوه تېروتنه ده، نوموړې اصلاً د سپینو زرو مېډال ګټلی وو.