اصف شکوري د لوڼو د تعليم لپاره افغانستان پرېښود

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې یو شمېر افغانان پاکستان ته کډه شول. د کندهار يو اوسېدونکې محمد اصف شکوري په دې خاطر د پاکستان بلوچستان صوبې ته کډه شوی چې په خپلو لوڼو زدکړې وکړي. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵ چې کله طالبان پر افغانستان واکمن شول نو تر شپږم ټولګي پورته يې د ښوونځي وتړل او د هغوی پر لوبو يې يوشمېر بنديزونه ولګول.