د نړۍ ۷۰ سلنه فوټبالونه په سيالکوټ کې جوړېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان سیالکوټ ښار د لوبو سامانونو لپاره نړيوال شهرت لري. د فوټبال په ۲۰۱۴ز، ۲۰۱۸ز او ۲۰۲۲ز نړيوال جام کې کارول شويو فوټبالونو زياته برخه په سيالکوټ کې جوړه شوې وه. د سیالکوټ د سوداګرۍ خونې ويلي چې په هغه ښار کې شاخوا ۱۰ لکه کسان د فوټبال جوړونې له صنعت سره تړلي دي.