ازادې اروپا راډيو پر رادیو فردا د ايران بنديزونه وغندل

د راديو د ښځو خپرونې پوسټر

د ازادې اروپا راډیو عمومي رییس جیمي فلای د ایران لخوا د ايران لپاره په فارسي خپرونې کوونکې، راديو فردا بنديزونه غندلي دي.

هغه د دیسمپر پر ۱۲مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې راديو فردا د ايران خلکو ته کره او بې پرې معلومات ورکوي. د نوموړي په وينا راديو فردا په سمه توګه ژورناليزم کوي نو بنديزونه لګول پرې د غندنې وړ دي: "ورځنی حقیقت دا دی چې د ایران رژیم هغه نارینه، ښځې او ماشومان وژني چې د ښه راتلونکې لپاره مظاهرې کوي. قربانیان ملامتوي او کورنۍ یې ځوروي."

د ایران بهرنیو چارو وزارت د ازادې اروپا راډیو ایرانۍ څانګه راډیو فردا چې په فارسۍ ژبه خپرونې کوي، د هغو کسانو او ادارو په لیسټ کې شامله کړې چې د دوی په وینا "نړیوالې ترهګرۍ" او "تاوتریخوالي" ته لمن وهي.

راديو فردا پر سانسورونو او بندیزونو سره سره هم، په ایران کې دننه یوه له مشهورو او باوري رسنیو څخه ده.