نذير الله افغان وايي د انصاف شاه لپاره انصاف غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مشال مرکه کې له ډيره اسماعيل خان سره تعلق لرونکی مدنی فعال نذير الله افغان ميلمه دی. نوموړي په دي وورستيو کې په درازنده سيمه کې د بدامني او د انجنير انصاف شاه د تښتوني پرضد لاريون مشري کړې وه. په درازنده کې د ډېسېمبر له دويمې راهیسې د شېراني قبیلې لسګونه وګړو پرلت ته دوام ورکړی او له انتظامیې غواړي چې انجنير انصاف شاه پیدا او خوشی کړي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ..