بلاول بوټو زرداري وايي وسله والې ډلې به ونه زغمي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري امریکا ته د سفر پر مهال، انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي چې پاکستان به د ناقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان پاکستان، بلوچستان لبریشن ارمي او د نورو وسله والو ډلو ترهګري ونه زغمي او د دوي پرضد د ګام پورته کولو حق لري.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۶مه د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل چې پاکستان کولای شي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنانو سره د معاملې په اړه پر خپله ستراتیژۍ له سره غور وکړي، خو دا توان نه لري چې له کابل سره اړیکې پرې کړي.

بلاول بوټو زرداري په پېښور کې پر ارمي پبلیک سکول د ۲۰۱۴ز د ډېسېمبر ۱۶مې د بريد د قربانيانو په یاد کې د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې زیاته کړه چې پاکستان د ترهګرو ډلو پرضد د مستقيم گام اخیستو حق لري.

د بهرنیو چارو وزیر هند ته په اشاره وویل چې پاکستان د دې د ثابتولو شواهد لري چې دا ډول ډلې "د دښمنانو څخه مالي او نور ملاتړ ترلاسه کوي".

دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۵ مه په نیویارک کې د یو خبري کانفرانس پر مهال له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې بلاول بوټو زرداري ویلي وو چې طالبان یو حقیقت دی او افغانستان له پاکستان سره پر پوله پروت دی خو باید هغه طریقې یا ستراتیژۍ ته بیا کتنه وشي، چې د طالبانو د ښکېل کولو لپاره پر مخ وړل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغان طالبانو له امریکا سره د دوحې په تړون کې ژمنه کړی وه چې خپله خاوره به د بل چا پرضد د ترهګرۍ لپاره کارېدو ته نه پرېږدي.

خو د ده په وینا، د دې موخې لپاره هڅې ناکامې ښکاري او داسې بریښي چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان پر ضد د جګړې اعلانولو ته زړه ښه کړی او بریدونه یې زیات شوي دي.