روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د بېلاروس په سفر دی

روسی ولسمشر پوتین په سوچي کې خپل بېلاروسي سیال ته هرکلی وايي - د سېپټېمبر ۲۶مې انځور.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بېلاروس په سفر دی چې په ترڅ کې یې نوموړی په څه د پاسه درو کلونو کې په لومړي ځل له خپل بېلاروسي سیال الېکساندر لوکاشېنکا سره ګوري.

پوتین د ډېسېمبر پر ۱۹مه په داسې حال کې په سفر دی چې په اوکراین کې د روسیې جګړه له ناکامۍ سره مخامخ ده.

روسي ولسمشر په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وایرس جهاني وبا له پیل راهیسې بهرني سفرونه خورا کم کړي دي.

د الېکساندر لوکاشېنکا دفتر ویلي دي چې دواړه ولسمشران به یوازې ملاقات کوي او بیا به د خپلو وزیرانو له پلاویو سره په پراخو خبرو کې "پر یووالي بحث" کوي.

د لوکاشېنکا تر مشرۍ لاندې بېلاروس د روسیې له نېږدې متحدانو بلل کېږي.

یوشمېر شنونکو او پوځي چارواکو ویلي دي چې پوتین به لوکاشېنکا پر دې د سلا کولو هڅه وکړي چې پر اوکراین په یرغل کې د روسیو ځواکونو تر څنګ بېلاروسي سرتېري هم ځای پر ځای کړي.

خو ځینې نور پوهان بیا وايي، کېدای شي پوتین هڅه کوي چې د اوکراین په ختیځ کې له روانې سختې جګړې څخه د اوکراینیو ځواکونو پام په شمال کې د بېلاروس سرحد ته واړوي.

خو اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې هېواد یې د بېلاروس له خاورې څخه د "ممکنه حملې" په شمول هر ډول احتمالي پرمختګونو ته تیار دی.