د بنو د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز کې عملیات روان دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په مرکز کې د وسلوالو ضد عملیات روان دي او امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې ده. هلته تحریک طالبان پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۹مه ویلي چې په مرکز کې یې زیاتره کسان ملګري دي او د وتلو محفوظه لاره غواړي. په همدې حال کې امنیتي ځواکونو د بنو چاوڼې ته پر تلونکو لارو سرتېري ځای پر ځای کړي دي. ویډیويي رپورټ.