اوکرایني پوځ ویلي دي چې د هېواد په ختیځ کې یې له روسیو ځواکونو سره "سخته جګړه" روانه ده او په تېرو ۲۴ ګېنټو کې یې د روسیې لسګونه بریدونه په شا تمبولي دي.
په همدې حال کې د اوکراین په جنوب کې د تازه ازاد شوي خېرسون ښار یوه چارواکي ویلي دي چې هلته د روسیې په بمبارۍ کې یو کس وژل شوی دی.
د اوکرایني پوځ مشرتابه د ډېسېمبر پر ۲۱مه وویل چې روسیو ځواکونو په دونېڅک سیمه بمبارۍ ته دوام ورکړی دی. په هغه سیمه کې له تېرو یوشمېر میاشتو راهیسې جګړې زور اخیستی دی.
د اوکرایني پوځ په وینا، روسیو ځواکونو یې په لوهانسک او خارکیف کې پر مورچو او د ولسي وګړو پر استوګنځایونو حملو ته دوام ورکړی دی.
تر دې یوه ورځ وړاندې هم د روسیې په بمبارۍ کې دوه اوکرایني وګړي ووژل شول او درې ژوبل شول.
اوکرایني چارواکي وايي، روسیه له یوې ستراتیژۍ سره سم، په خپلو بریدونو کې قصداً د هغه هېواد د انرژۍ بېخبنا په نښه کوي چې په ژمي کې خلک له مشکلاتو سره مخامخ کړي او هغوی د روسیې پرضد په جګړه کې حوصله وبایلي.
اوکرایني پوځ د چارشنبې (شورو) پر ورځ په بیان کې زیاته کړې چې د روسیو ځواکونو پر مورچو او په ځانګړي ډول پر توپخانې او هوايي مرکزونو یې ځوابي حملې کړې دي.