د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی مشر، شاهد خان افریدي د لوبغاړو د انتخابولو يا غورواي کمېټې مشر ټاکلی دی.
پخواني نړیوال لوبغاړي عبدالرزاق او راو افتخار هم په دې کمېټه کې شامل کړل شوي دي.
تر دې مخکې د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د کرکټ بوډ مشر رمیز راجه له دندې ليرې او د هغه پر ځای نجم سېټي وټاکه. سېټي دا هم ويلي چې په پاکستان کې به د کورني کرکټ په لړ کې ځيني بدلونونه کوي.
دا تر هغه وروسته ده چې پاکستان د دیسمبر په میاشت کې له انګلينډ څخه خپلې دريواړه ټيسټ کرکټلوبې وبایللې.