امريکا خپلو وګړو ته: په اسلام اباد کې میرېيټ هوټل ته مه ځئ، د برید خطر دی

په اسلام اباد کې میرېيټ هوټل د ۲۰۰۸ کال په دیسمبر مياشت کې تر بیا رغونې وروسته - انځور له ارشيفه

په پاکستان کې د امريکا سفارت پر امريکايي وګړو غږ کړی چې د ممکنه حملې له وېرې دې په اسلام اباد کې ميرېیټ هوټل ته نه ورځي.

سفارت د دیسمبر په ۲۵مه پر خپله ويبپاڼه خپاره کړي يوه خبرداري کې ويلي چې د امريکا حکومت ته معلومات رسېدلي چې ښايي ځيني نامعلوم وسله وال د کریسمس په رخصتيو کې په دغه هوټل کې پر امريکايي وګړو برید وکړي.

دا هم وګورئ: جنرال کورېلا: امریکا په پاکستان کې بریدونو اندېښمنه کړې ده

سفارت پر خپلو کار کوونکو ټينګار کړی چې د رخصتيو په دې ورځو کې دې اسلام اباد ته له غيرضروري او غيررسمي تګ ډډه وکړي. امريکايي چارواکو تر دې مخکې هم په پاکستان کې په روانو بې امنيو اندېښنې ښودلې وي.

د دیسمبر په ۲۳مه، په اسلام اباد کې ځانمرګی برید شوی وو. د اسلام اباد پولیسو رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي وو چې په دې حمله کې يو پولیس والا وژل او ۴ نور کسان زخميان شوي دي.

پولیس وايي دا برید د اسلام اباد په ای ۱۰ سیمه کې شوی. د پولیسو یو مشر سهیل ظفر چټا رسنیو ته ویلي چې پولیسو یو مشکوک ګاډي ته د ودرېدو اشاره وکړه خو هغه ونه دراوه او چاودېدونکي مواد یې وچول.

بلخوا د اسلام اباد د پیمز روغتون مسوولینو مشال راډیو ته ویلي وو چې له دې پېښې دوه جسدونه او پنځه ژوبل تنان هغوی ته رسول شوي دي.تحريک طالبان پاکستان د دې حملې ذمه واري منلې وه.

د امريکايي سفارت تر خبرداري لږ وروسته، د اسلام اباد پولیسو هم د دیسمبر په ۲۵مه په اسلام اباد کې د لوړ خبرداري يا های الرټ اعلان وکړ. پولیسو پر ټويټر ليکلي چې په ريډ زون کې یې د امنيتي لپاره تدابیر سخت کړي دي. ريډ زون هغه سیمې ته وايي چې پارليمان، د وزيراعظم او ولسمشر دفترونه، وزارتونه او سفارتونه پکې دي.

میرېيټ هوټل په اسلام اباد کې يو عصري هوټل دی چې اکثره وخت پکې بهرني وګړي، سفارتکاران او سوداګر پاتې کيږي. پر دې هوټل د ۲۰۰۸ کال په سپتمبر مياشت کې يو خونړی برید شوی وو. يو ځانمرګي بریدګر له چاوديدونکو موادو ډک ټرک د هوټل په خوله کې چولی وو چې له وجې یې هوټل نيږدې په بشپړ دول ويجاړ شو.

په هغه برید کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۲۶۶ ژوبل شوي وو. په ۸ وژل شويوو بهرنيانو کې د پاکستان لپاره د هغه مهال د چيک جمهوريت سفير ايو ژداریک هم شامل وو. دې ته په کتو ګڼو سفارتونو د لنډې مودې لپاره خپل سفارتکاران له اسلام اباده وایستل.

په ۲۰۰۸ کال کې ميرېيټ هوټل تر حملې وروسته

په هغه حمله کې په وژل شويو کې ۳ امريکايي وګړي هم وو. وروسته امريکايي چارواکو وويل چې څېړنو ښودلې چې د برید تر شا د القاعده وسله والې ډلې لاس وو.

امريکايي ځواکونو په پټو عملياتو کې د دې نړیوالې ترهګرۍ ډلې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې مياشت کې په ایبټ اباد کې وواژه.

د اسامه ځايناستي ايمن الظواهري هم د امريکا لخوا ووژل شو. د امريکا ولسمشر جو بایډن د روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې الظواهري په کابل کې وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې پر الظواهري د جولای پر ۳۱مه " بریالی هوايي برید" د ده په لارښوونه وشو او هغه یې ځای پر ځای وواژه.