د بلوچستان په ګوادر کې د "حق دو" په نامه تحريک غړيو د خپلو نيول شويو ملګرو د خوشې کولو او په حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره د یادې ضلعې په بېلابېلو برخو کې مظاهرو ته دوام ورکړی دی.
د جماعت اسلاميد يو ځايي سياستوال مولانا هدایت الرحمن بلوڅ په مشرۍ دې تحريک له دوو میاشتو راهیسې په ګوادر کې پرلت وهلی او د سي پیک لویه لار یې بنده کړې وه.
دوی له حکومته په دې ښار کې د پوځي چيک پوسټونو کمولو، په لويو ټرالرانو د ماهيانو د نيولو د مخنیوي او له ايران سره د سوداګرۍ اسانولو غوښتنې لري.
پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۶مه په تشدد کولو سره پرلت ګډوډ کړ، خېمې یې لیرې کړې او ۲۱ پرلتوال یې ونيول. د پولیسو دې ګام پر ټولنیزو رسنیو د خلکو غصه وپاروله.
گوادر میں خواتین کا احتجاج- انتظامیہ نے ریلی کو پرتشدد انداز میں منتشر کرنے کی کوشش کی۔ #Gwadar #Gwadarprotest https://t.co/bVtTuCwCQx pic.twitter.com/DE46aRVAiH
— Kiyya Baloch (@KiyyaBaloch) December 26, 2022
د جماعت اسلامي يو ځايي مشر وليخان شاکر مشال راډيو ته وويل چې که حکومت یې ملګري ژر تر ژره خوشې نه کړي او غوښتنې یې و نه مني نو بیا به لویې لارې بندوي. ده وویل: "خلک ډيرې بدې ورځې تېروي، ګراني ده، غريبي ده، په داسې حال کې بیا چې دغه خلک د خپلو غوښتو لپاره غږ پورته کوي نو حکومت یې د اورېدو پر ځای نيسي او وهي یې."
د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضياالله لانګو د ډېسېمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې کله له مظاهره چيانو سره د پولیسو مذاکرات ناکامه شول نو د هغوی پرضد یې کارروايي وکړه. ده وویل: "دا ځکه چې پرلتوال د ریاست پرضد درېدلي وو او په ګوادر کې مېشت چينايانو د وېرې احساس کاوه."
د حق غواړو په نامه دې تحريک پر خپل رسمي ټويټر ليکلي چې د مشرانو تر خوشې کولو به یې اوسنی احتجاج روان وي.
#گوادر میں حق دو تحریک کے دھرنے پر فورسز کی جانب سے دھاوا، کارکنان و رہنماؤں پر تشدد اور گرفتاری کے خلاف آج پورا گوادر سڑک پر نکل گیاضلع گوادر کے تمام تحصیل میں مکمل طور پر شٹرڈاؤن ہڑتال اور تمام کاروبار بندرہنماؤں اور کارکنوں کی رہائی تک احتجاج اور شٹرڈاؤن جاری رہے گا pic.twitter.com/Tv8wUxUBRW
— حق دو تحریک بلوچستان (@HDT_Balochistan) December 26, 2022
د مولانا هدایت الرحمن بلوڅ په مشرۍ د ګوادر او شاخوا سيمو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو په حق کې د ۲۰۲۱ کال په ډېسېمبر کې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې هم مظاهرې کړې وې او پرلت یې وهلی وو.
د صوبې اعلا وزیر د ۲۰۲۱م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړ او له پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ چې ورسره پرلت پای ته ورسېد.
د تحریک مشرانو هغه مهال له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړی وو خو د دې تحريک مشران وايي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه بیا پر احتجاج کولو مجبوره شوي دي.