د پاکستان او نیوزیلېنډ ترمنځ په کراچۍ کې ترسره شوی لومړی ټیسټ میچ سر په سر پاتې شو.
پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۴۳۸ منډې جوړې کړې وې. په ځواب کې نيوزيلېنډ په لومړي اننګز کې د نهو لوبغاړو په نقصان د ۶۱۲ منډو کولو وروسته خپله لوبه ختمه کړې وه او پاکستان ته یې د دویم اننګز د پیلولو بلنه ورکړې وه.
د دې په ځواب کې پاکستان په دویم اننګز کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۱ منډې جوړې کړې او په دې توګه نيوزيلېنډ ته يې د ګټلو لپاره ۱۳۸ رنزونو هدف ورکړی وو.
د لوبې په اخرۍ ورځ، د ډېسېمبر پر ۳۰مه، نيوزيلينډ د يو لوبغاړي په نقصان ۶۱ رنزونه جوړ کړل او داسي لوبه بې له نتيجې ختمه شوه.
دوهم او وروستی ټیسټ میچ به د ګل په ورځ (د جنورۍ په دویمه نېټه) په کراچۍ کې کېږي.
د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله شل کاله وروسته په پاکستان کې یو ورځنۍ او پنځه ورځنۍ لوبې کوي. دوی په ۲۰۲۱ کال کې هم پاکستان ته د لوبو لپاره ورغلي ول خو د امنیتي وجوهاتو له کبله یې خپله دوره ځنډولې وه.
په اوسنۍ دوره کې به نيوزي لېنډ لوبډله دوه ټيسټ ميچونه او درې يو ورځنۍلوبې کوي.