کراچۍ کې د بندي افغانانو خپلوان ورسره ملاقات نه شي کولای

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سیند صوبې چارواکي وايي، د کراچۍ له زندانونو څخه یې د جنورۍ پر اوومه ۳۰۱ نور افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي دي. هغه افغانان له تېرو پینځو مياشتو راهيسې په بېلابېلو زندانونو کې بند ول او عدالتونو یې د خوشې کولو او افغانستان ته د ستنولو امر کړی وو. دا هغه افغانان دي چې پوليسو په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي ول. په دوی کې یوشمېر وايي چې پولیس یې پر قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ورڅخه اخلي خو پولیس دا تور ردوي. ګڼ نور افغانان لا هم په زندان کې پاتې دي او خپلوان یې وايي چې ورسره په اسانۍ ملاقات نه شي کولای. پولیسو د دوی د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.