د سیند حکومت ویلي دي چې په کراچۍ، حیدراباد او دادو کې د جنورۍ پر ۱۵مه کېدونکي بلدیاتي انتخابات ځنډوي.
د سیند د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام مېمن د جنورۍ په ۱۲مه خبري غونډې ته وویل چې دا پرېکړه د جنورۍ پر ۱۲مه د واکمن پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري، د متحده قامي موومنټ له لوري پر حلقه بندیو تر نیوکو وروسته کړې ده.
ده وویل چې د ګوند مشر په دې اړه د سیند له اعلاوزیر او یوشمېر وزیرانو سره تر غونډې وروسته وویل چې غواړي د اتحادیانو غوښتنې په پام کې ونیسي او دا چې د کراچۍ د حلقه بندیو په اړه امر هم لغوه شوی دی.
ده زیاته کړه چې په دادو ضلع کې د سېلابي اوبو ډنډېدو له وجې یې د انتخاباتو ځنډولو لپاره انتخاباتي کمېشن ته لیک استولی دی.
دا هم وګورئ: د پاکستان انتخاباتي کمېشن کراچۍ کې بلدياتي انتخابات ځنډولي ديشرجیل مېمن وړاندې وویل چې په حیدر اباد او دادو ضلعو کې به د جنورۍ پر ۱۵مه بلدیاتي ټاکنې ونه شي خو د سیند په نورو ټولو ضلعو کې به د ټاکلي مهال وېش مطابق پروسه پر مخ ولاړه شي.
د سیند په ۱۴ ضلعو کې تېر کال په جون کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو خو دا څلورم ځل دی چې د دویم پړاو انتخابات ځنډېږي. تر دې وړاندې د جولای پر ۲۴مه، د اګست په ۲۸مه او د اکتوبر پر ۲۳مه د بېلابېلو وجوهاتو له کبله دغه انتخابات ځنډولي ول.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ کې پاک سرزمین ګوند، متحده قامي موومنټ یا اېم کیو اېم او د فاروق ستار ډلې د یو ځای کېدو اعلان وکړ.
مخالفه ګوندونو جماعت اسلامي او تحریک انصاف د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه غندلې ده او پرضد یې عدالت ته د تګ تر څنګ د احتجاج ګواښ هم کړی دی.
د هغو ګوندونو مشرانو ادعا کړې چې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ د سيند حکومت په انتخاباتو کې د ماتې له ويرې نه غواړي بلدياتي انتخابات ژر وکړي خو د سيند حکومت دا تورونه رد کړي دي.
بلخوا د سېند های کورټ د جنورۍ پر ۱۲مه د اېم کیو اېم لخوا د بلدیاتي ټاکنو د ځنډولو درخواست رد کړی دی.
دا هم وګورئ: انتخاباتي کمېشن جنورۍ کې په کراچۍ او حیدراباد کې بلدیاتي انتخابات کويپه سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.
د نومبر پر ۲۲مه انتخاباتي کمېشن په خپله پرېکړه کې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه به د سيند په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې انتخابات کېږي.
کمېشن هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت، کورنيو چارو وزارت، او د سيند چيف سېکرټر او د پوليسو صوبايي مشر ته یې د امنيتي انتظاماتو لارښوونه کړې ده.
کمېشن د بلدياتي انتخاباتو دا پرېکړه د نومبر پر ۱۵مه محفوظه کړې وه چې د نومبر پر ۲۲مه یې واوروله.