خیبر پښتونخوا کې د پولیو ۵ ورځنی واکسیني کیمپېن کېږي

په پېښور کې یو روغتیاپال ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د جنورۍ له ۱۶مې څخه په خیبر پښتونخوا کې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو ورکولو بهیر پیل شوی دی.

د پولیو مخنیوي ادارې د جنورۍ پر ۱۴مه پر ټوېټر لیکلي چې په دې کیمپېن کې به تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي تر ۷۴ لکو زیات ماشومان واکسینېږي.

په خیبرپښتونخوا کې د دې ادارې د پېښور دفتر مشر ډاکټر محمد عارف د جنورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته ویلي ول چې دا بهیر به پینځه ورځې دوام کوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

روغتیاپالان وايي، د پولیو مخنیوی یوازې د واکسینو له لارې شونی دی نو ځکه دې میندې او پلرونه تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته په هر کیمپېن کې څاڅکي ورکړي.