لطیف اپرېدی د خپل مبارز ژوند کيسې کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
لطیف اپرېدی چې په لطیف لالا مشهور وو په ۱۹۴۲ز کال کې د خیبر ضلعې د تیرا میدان په قمبرخېلو کې زېږېدلی وو خو له لومړنیو څخه یې تر پوهنتونه ټولې زده کړې په پېښور کې کړې وې. هغه د جنورۍ پر ۱۶مه په پېښور کې په ډزو ووژل شو.
نوموړی د عوامي نېشنل ګوند يو مهم مشر پاتې شوی او په دې وروستيو کې یې د ملي جمهوري غورځنګ په بنسټ ايښودو کې مرکزي کردار دلود. د دې تر څنګ نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د بندي غړيو مقدمې هم کړې او ځيني یې له زندانونو خوشې کړي دي. د نوموړي په جنازه کې ګډون کوونکو د نوموړي وژنه، د مظلومو خلک لپاره د غږ بندیدل بللي دي.
اپرېدي په ۲۰۱۹ز کال کې د مشال راډیو په "جمهوري غږونه" خپرونه کې ویلي ول چې د خدايي خدمتګار تحریک یو مخکښ غړي مولانا فضل محمود مخفي وراره مولانا فتح الرحمان یې ښوونکی وو چې ورته یې سیاسي شعور ورکړ.
په دې غږيزه ويډيو کې د عبدالطیف اپرېدي سره په جمهوري غږونه خپرونه کې شوې خبرې اورئ. دا پروګرام په ۲۰۱۹ کال کې عبدالحی کاکړ جوړ کړی وو چې اوس یې د اپرېدي د مړینې په مناسبت درته بیا خپروو.