عمران خان پر عدالت د هغه د ګوند د اساسي حقونو د خونديتوب غږ کړی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د خپل ګوند د يو مخکښ فواد چودري نيول غندلي دي ــ پخوانی انځور

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د خپل ګوند د يو مخکښ فواد چودري د نيولو غندنه کړې او د پاکستان پر عدالت يې غږ کړی چې د ده د ګوند اساسي حقونو دې خوندي کړي.

پولیسو فواد چودري پرون (د جنورۍ پر ۲۵مه) په لاهور کې له خپل کوره نيولی وو چې وروسته اسلام اباد ته بوتلل شو او هلته يوه عدالت هغه د دوو ورځو لپاره په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپاره.

دا ترهغې وروسته ده چې د اسلام اباد پوليسو د جنورۍ پر ۲۵مه وويل چې د فواد چودري پر ضد يې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن د سېکرېټري عمر حميد پر خواست په کوهسار تاڼه کې مقدمه درج کړې ده.

په مقدمه کې تور پورې شوی چې چودري د پاکستان د انتخاباتي کمېشن مشر او غړي د خپلو ورکړل شويو دندو له ادا کولو څخه د راګرځولو لپاره هغوی و وېرول او دړکې يې ورکړې.

د پوليس لخوا تر نيولو وروسته فواد چودري د جنورۍ پر ۲۵مه په لاهور کې عدالت ته وويل چې نوموړی پر هغه مقدمه وياړي چې د هغه پر ضد درج شوې ده.

تر دې وړاندې چودري د جنورۍ پر ۲۴مه په يوه ټېلېويژني مرکه کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن مشر "منشي" بللی وو چې په ادعا يې د وفاقي حکومت هره خوښه مني.

د نوموړي تر نيونې وروسته عمران خان په ويډيويي وينا کې پوښتنه راپورته کړه چې ایا د فواد چودري جرم يوازي دا دی چې د انتخاباتي کمېشن مشر ته يې منشي وويل؟

دا هم وګورئ:

پولیسو د اې ار وای نیوز د خبري څانګې مشر نیولی دید پاکستان تحريک انصاف ګوند يو مخکښ شهباز ګل ګرفتار کړل شوی د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي پر تحریک انصاف له بهره د ممنوعه چندو اخيستل ثابت شولاسلام اباد های کورټ عمران خان ته تر ګرفتارۍ مخکې ضمانت ورکړ

بل خوا د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیرې پرون (د جنورۍ پر ۲۵مه) په اسلام اباد کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې د فواد چودري نيونه سياسي انګېزه نه لري. مريم اورنګزېب پر عدالت او نورو ادارو غږ وکړ چې د تنقيد په اړه دې يو حد وټاکي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خوا پر ادارو د تنقيد تر مثالونو ورکولو وروسته مېرمن اورنګزېب عمران خان ته په اشاره پر ادارو ټينګار وکړ چې که يوه کس ته استثنا ورکول کېږي نو بیا بايد هغې او د هېواد ۲۲۰ ميليونو کسانو ته هم استثنا ورکړل شي.