د خيبر پښتونخوا ګورنر له نګران صوبايي کابينې سوګند واخيست

د خيبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د صوبې لپاره ۱۵ کسيزه نګران کابينه وټاکل

د خيبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د صوبې لپاره ۱۵ کسيزه نګران کابينه وټاکل او نن (د جنورۍ پر ۲۶مه) يې په خپل دفتر کې سوګند ورڅخه واخيست.

د سوګند پورته کولو په دستوره کې د خيبر پښتونخوا نګران اعلا وزير محمد اعظم خان هم موجود وو.

د ګورنر دفتر لخوا د کابينې د غړو په خپور شوي نوملړ کې په ترتيب سره عبدالحلیم قصوریا، سید مسعود شاه، حامد شاه، اېډوکېټ ساول نذیر، بخت نواز، فضل الاهي، عدنان جلیل، شفیع الله خان، شاهد الله خان خټک، حاجی غفران، خوشدل خان ملک، تاج محمد اپرېدی، محمد علي شاه، جسټس (ريټايرډ) مېرمن ارشاد قیصر او منظور خان اپرېدی شامل دي.

ګورنر له منظور خان اپرېدي پرته د جنورۍ پر ۲۶مه د کابينې له نورو ۱۴ غړو سوګند واخيست.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند په واکمنۍ کې د هغه وخت اعلا وزير محمود خان د جنورۍ پر ۱۷مه ګورنر حاجي غلام علي ته د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک استولی وو چې هغه د جنورۍ پر ۱۸مه لاسلیک کړ.

وروسته ګورنر د حکومت او حکومت مخالفه ډلو د مشر پر سپارښتنه د جنورۍ پر ۲۱مه په یو بیان کې وویل چې محمد اعظم خان یې د خیبر پښتونخوا د لنډمهاله اعلا وزیر په توګه ګومارلی دی.