د کوربه هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه پرون (د جنورۍ پر ۲۷مه) نیوزیلنډ پر ۲۱ منډو وګټله.
نیوزیلينډ اول بیټنګ وکړ او په شلو اوورنو کې یې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکلو. هند یې په ځواب کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
ډیري میچل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د دواړو هېوادونو ترمينځ به دویمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ پر ۲۹مه کېږي. تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر مينځ د درو يو ورځنيو لوبو لړۍ هند ګټلې وه.