د کوهاټ تانده ډیم کې له ډوبې شوې کشتۍ ۳۰ جسدونه ویستل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوهاټ په تانده ډېم کې د کشتۍ ‌ډوبیدو‌ پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی دی. د نورو جسدونو د موندلو لپاره د مرستندويه ډلو عمليات د پېښې په درېمه ورځ هم دوام لري. د ډويژنل هېډ کوارټر هسپتال یو مسوول ډاکټر خان عسکر مشال ريډيو ته ويلي تر دې‌ مهاله د ۳۰ زده کوونکیو مړي د هغوی روغتون ته راوړل شوي. ځايي خلک وايي، کشتۍ کې د ۴۰ نه زيات زده کوونکي سپاره ول.