په کراچۍ کې مېشتو پښتنو د سر او مال د خوندیتوب لپاره مظاهره وکړه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې د تاوان لپاره د پښتنو ټرانسپورټرانو او نورو کاروبار کونکیو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو پر ضد په کراچۍ کې د جنورۍ پر ۳۰مه هلته مېشتو پښتنو احتجاج هم کړی دی. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې تښتول شوي کسان دې خوشې او د غلو پر ضد دې عملیات وکړي. بلخوا د سیند حکومتي چارواکي وايي، د غلو او برمته ګرو خلاف یې کارروايي پیل کړېده.