ملنګ زين الله جان خوښ دی چې حکومت "تمغه امتياز" ورکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نومیالی چترالی سيتار غږوونکی ملنګ زين الله جان دی. نوموړی د چارسدې د عمرزیو دی او له تېرو ۴۵ کلونو راهيسې د پاکستان په سرکاري ټېلېوېژن کې سيتار غږوي. زين الله جان خوښ دی چې د راتلونکې مارچ مياشت پر ۲۳مه به د خيبر پښتونخوا ګورنر ورته "تمغه امتياز" په نوم يوه حکومتي جايزه ورکړي. نوموړی البته اندېښمن دی چې د پښتنو حجرې د سيتار منګي له محفلونو خالي شوې دي. د زين الله جان دا خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.