اوکراینی پوځ وايي، واضحه نښانې شته چې روسي ځواکونه د هغه هېواد په ختیځ کې د لویې حملې تیاری کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په هغه سیمه کې له میاشتو راهیسې د سختې جګړې او هره ورځ د مسکو د ځواکونو د درنې بمبارۍ باجود وضعیت له خنډ سره مخامخ او پر ځای درېدلی دی.
د اوکراین د پوځ عمومي قوماندان پرون په خپل ورځني رپورټ کې وویل چې "دښمن په فعاله توګه کشفي معلومات غونډوي او له مشخصو طرفونو د حملې تیاری کوي."
تر دې وروسته ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په خپله ماښامنۍ ویډیويي وینا کې وویل چې روسی پوځ اوس هم د حملو کولو وسایل لري خو د ده په وینا، "د روسیې ستراتیژیکه ماتې روښانه شوې ده."
دا په داسې حال کې ده چې د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي.
په هغه هېواد کې د جګړې له کبله د دواړو خواوو زرګونه سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده او مېلیونونه اوکراینیان کډوال او بې کوره شوي دي.