شهباز شریف د فرورۍ پر اوومه ټول ګوندیزه غونډه رابللې ده

د ټول ګوندیزې غونډې اعلان د فرورۍ پر دویمه د وزیراعظم شهباز شریف له دفتر په خپاره شوي بیان کې شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د امنیت او اقتصاد په ګډون د هېواد پر مهمو مسلو د ټول ګوندیزې غونډې جوړولو اعلان کړی دی.

دا اعلان د فرورۍ پر دویمه د وزیراعظم شهباز شریف له دفتر په خپاره شوي بیان کې شوی دی.

په بیان کې راغلي چې د فبرورۍ پر اوومه نېټه په کېدونکې دې غونډه کې به د پېښور د پولیس لاینز پر جومات د خونړي برید په ګډون پر هغو "مهمو چیلېنجونو" بحث کېږي چې پاکستان ورسره مخامخ دی.

بیان زیاته کړې چې غونډې ته د هېواد د ټولو سیاسي ګوندونو مشران وربلل شوي دي.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د فرورۍ پر دویمه ناوخته رسنیو ته وویل چې د تحریک انصاف مشر عمران خان یې ټول ګوندیزې غونډې ته وربللی دی.

د تحریک انصاف یوه مخکښ سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر ویلي دي چې حکومت ورسره رابطه کړې ده او د تحریک انصاف مشران به په غونډه کې د ګډون کولو یا نه کولو پرېکړه تر مشورو وروسته کوي.

دا هم وګورئ: شنونکي: سیاسي ګوندونه او امنیتي ادارې باید د ناامنۍ ضد کړنلاره په ګډه جوړه او عملي کړي

دا په داسې حال کې ده چې له تېر اوړي راهیسې په پاکستان کې ناامني زیاته شوې ده او هغه هېواد له لویو اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ دی.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ ایتلافي وفاقي حکومت د ملک د اقتصادي او امنیتي ستونزو پړه د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پر تېر شوي حکومت اچوي.

دوی تور پورې کوي چې د ملک اقتصاد یې په ټپه درولی وو او له تحریک طالبان پاکستان سره یې داسې خبرې کړې وې چې له کبله یې په ملک کې بدامني زیاته شوې ده.

د فرورۍ پر لومړۍ نېټه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې په هېواد کې د امنیت پر موضوع تر بحث وروسته شهباز شریف پر ټویټر وویل، "له پېښوره تر کراچۍ پورې خلک پوښتنه کوي" چې هېواد ته "وسلوال بیا چا وروستل؟"

دا هم وګورئ: د پاکستان قامي اسمبلۍ، سېنېټ او پوځ په غونډو کې د "ترهګرۍ پر مخنیوي" بحث شوی دی

وزیراعظم وړاندې وویل چې "ترهګري له هېواده ختمه شوې وه" خو اوس ټول خلک "پر دې سخت خپه دي چې تر دومره قربانیو وروسته ترلاسه شوی امنیت بیا ولې خراب شو؟"

خو د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې دی په هېواد کې د "ترهګرۍ ذمه وار" نه دی.

نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د خپل ګوند تحریک انصاف غړو او پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې حکومت یې قبایلي سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو د ستنېدو په اړه د پرېکړې واک د پاکستان قامي اسمبلۍ او امنیتي ځواکونو ته ورکړی وو.

عمران خان زیاته کړه چې په پاکستان کې حملې امنیت ته د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت د توجه نه ورکولو له وجې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د بدامنۍ زیاتو شویو پېښو ترڅنګ له جدي اقتصادي مشکلاتو سره هم مخامخ دی.

د پاکستان دولتي بانک پرون په یوه بیان کې وویل چې ورسره د بهرنیو پیسو زېرمې د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ کې د څه باندې درې اربه امریکايي ډالرو کچ ته ښکته شوې دي.