د پوځ له مشرۍ تر ولسمشرۍ پورې د مشرف ژوند ته کتنه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف د فبرورۍ پر پینځمه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر کې ومړ. پخوانی جنرال پروېز مشرف شاوخوا نهه کاله په واک کې پاتې شوی وو او په خپله واکمنۍ کې یې پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې ورشامل کړ. مشرف په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ پرضد جګړې پر مهال د عملیاتو لپاره پوځ ځای پر ځای کړ. د هغه په واکمنۍ کې په بلوچستان کې هم د بېلتونپالو ډلو پرضد عملیات پیل شول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.