د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ترکیې او شام زلزله ځپلو ته مرستې استولې دي

د ترکیې په هېټي کې له زلزلې يوه ماشومه ژغورل کيږي

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ترکیې او شام ته د زلزله ځپلو لپاره بشري مرستې لېږل پيل کړې دي.

ایسوسيتيډ پریس خبري اژانس د فرورۍ پر اوومه ليکلي چې په يادو هېوادونو کې د تېرې ورځې زلزلې له ۵۰۰۰ زیات کسان وژلي دي. خو لا هم د ويجاړو شويو ودانيوو تر ملبې لاندې ایسارو خلکو د ایستلو کار روان دی نو ځکه د مړو شويو شمير زیاتېدلی شي. د دې اژانس د معلوماتو ترمخه، له ۶۰۰۰ زیات کورونه ويجاړ شوي او په ډيرو ځايونو کې بجلي پرې شوې ده. دغه اژانس په ترکیه او شام کې د ټپيانو شمېر له ۱۶ زرو ډېر ښودلی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا زلزله تاریخي وبلله خو ویې ویل چې چارواکي به له مصیبت ځپلو سره تر وسې وسې مرستو ته اوږه ورکړي. هغه په ټول هېواد کې اوه ورځنی ملي ماتم هم اعلان کړی دی.

د شام په سرمدا کې زلزلې رسولی زیان

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پر ټويټر ليکلي چې د اردوغان سره یې په ټيليفوني خبرو کې د زلزلې له قربانيانو سره غمرازي کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې له پاکستانه به ژر ترکیې ته ډاکټران،‌ دوايانې او خوراکي توکي وليږي. د شهباز شريف دفتر اعلان کړی چې نوموړی به د فرورۍ پر اتمه د خواخوږۍ لپاره انقرې ته ځي.

بریتانیا د پلټنې او ژغورنې ۷۶ ماهرين له روزل شویو سپیو او تجهیزاتو سره او د بېړنیو حالاتو له ډاکټرانو سره یوځای ترکیې ته استولي دي. دوی به د هغو کسانو په ایستلو کې مرسته وکړي چې لا هم د ودانيوو د ملبې لاندې پاتې دي. جنوبي کوريا، جاپان، اروپايي ټولنې او عرب هېوادونو هم ورته ډلې او مرستې لېږلې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د فرورۍ پر شپږمه په يو بیان کې د زلزله ځپلو سره خواخوږي وښوده او اعلان یې وکړ چې مرستې به وکړي. هغه پر ټويټر ليکلي‌ چې خپل ټېم ته یې ويلي چې د ترکي چارواکو سره په همغږۍ دې بشپړې مرستې وکړي.

د چین ولسمشر هم د دې زلزلې له کبله د شام او ترکیې له ولسمشرانو سره خواخوږي څرګنده کړې. شي جین پینګ د فرورۍ پر شپږمه، په ټيليويژيوني وینا کې وویل چې دې ناورین سخت ټکان ورکړی دی.

په ترکيې او شام کې د دې زلزلې زور دومره ډير وو چې په عراق، لبنان او مصر کې یې هم جټکې محسوسې شوې دي. ایسوسيټيډ پریس خبري اژانس ويلي چې د خيريه او حکومتي ادارو د ژغورنې خوا او شا ۲۴۴۰۰۰ کسان د مرستو په رسولو او په ړنګو شويو ودانيوو کې د بندو پاتې کسانو په ایستلو کې مرسته کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ترکیې او سوریې کې زلزلې لویه مرګژوبله اړولې