د سند له يو زندانه ۴۰ نور افغانان خوشې شول

د کراچۍ له يو زندانه افغانان خوشې کيږي. دا د ۲۰۲۲ کال د سیپتمبر د میاشتې تصویر دی

د پاکستان د سند صوبې له یو زندانه ۴۰ نور افغان بندیان خوشې شوي دي.

په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې، باختر خبري اژانس د فرروۍ پر اوومه د کډوالو چارو وزارت د چارواکو له خولې ويلي چې دا کسان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته سپارل شوي دي.

بیان زیاتوي چې د کراچۍ په لانډي او پېچي زندانونو کې د بندي ۱۶۰ نورو افغانانو د خوشې کولو هڅې هم روانې دي.

اکثره دې بنديانو د بند موده پوره شوې ده. د سند صوبې چارواکو په دې وروستيوو کې مشال راډيو ته ويلي چې هغه بهرني وګړي‌نیسي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د افغان بندیانو وکیلې منیزې کاکړ تېره اونۍ مشال راډيو ته ويلي وو چې پد سیند له زندانونو په سلګونو افغان بنديان خوشې شوي خو ۱۴۰۰ لا هم پکې قيد دي.