د سوات عایشه په اولمپېک سیاليو کې ګډون غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خیبر پښتونخوا د سوات عایشه اياز غواړي په اولمپېک لوبو کې ګډون وکړي. هغې په نهه کلنۍ کې په دوبۍ کې يوه نړيواله او د پاکستان دننه ځينې نورې سیالۍ ګټلې خو وايي غواړي لا مخکې ولاړه شي. د هغې پلار د نوموړې روزونکی دی. دوی وايي چې حکومت مرستې نه شته خو بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د سوات په دې کلب کې ځينې نور ماشومانو هم جوډو کراټې زده کوي.