د پاکستان پوځ په لکي مروت کې د ۱۲ وسلوالو د وژلو ادعا کړې

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وايي عملیات پوځ او پولیس په شریکه کړي دي - انځور له ارشيفه

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ۱۲ غړي وژلي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې د فبرورۍ پر اتمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه وسلوال د فبرورۍ پر اوومه شپې مهال له امنیتي سرتېرو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

په بيان کې ادعا شوې چې له وسلوالو يې "وسله، افغانۍ، او چوونکي مواد" هم ترلاسه کړي دي.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات "پوځ او پولیس په شریکه" کړي دي.

نوموړي د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې عملیات د جنورۍ د ۲۶ مې نېټې راهیسې روان ول.

ده وویل، د وژل شویو کسانو د پېژندنې عمل لا هم روان دی، خو زیاته یې کړه چې وژل شوي کسان "د ترهګرۍ" په بېلابېلو پېښو کې ککړ ول.

تر دې دمه ټي ټي پي د يادې پېښې په اړه غبرګون يا بيان نه دی ورکړی او خپلواکه سرچينو یې هم په اړه لا څه نه دې ويلي.

د لکي مروت ځايي خلک وايي چې عملیات په یوه غریيزه سیمه کې ترسره شوي چې درنه وسله هم پکې کارول شوې ده.

هغوی د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل، امنیتي ادارو د عملیاتو پر مهال په سیمه کې انټرنېټ هم تړلی وو.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل چې د موبایل انټرنېټ تړلو یې ورځنۍ چارې اغېزمنې کړې وې.

دوی وايي، په سیمه کې د عملیاتو له کبله انټرنېټ د جنورۍ له وروستۍ اوونۍ راهیسې تړلی وو چې له کبله یې خلکو د موبایل ټېلېفون له لارې تنخاګانې پر وخت ترلاسه نه کړای شوې.

دوی داراز زیاته کړه چې د انټرنېټ نه شتون له کبله د سیمې یوشمېر زده کوونکي له انلاین امتحانونو پاتې شول.

خو د پولیسو ویاند شاهد حمید زیاتوي چې موبایل انټرنېټ د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته بحال شوی دی.

د سیمې یوشمېر اوسېدونکو هم مشال راډیو ته تایید کړه چې انتظامیې انټرنېټ بحال کړی دی.